د کاندیدانو د نومونې په بهیر کې هر کاندید د خپلو ټولو هغو شتمنیو په اړه معلومات چمتو کوي چې د یوې ټاکل شوې اندازې څخه یې قیمت لوړ وي . د کمپاین په بهیر کې کاندیدان کولی شي چې مرسته یا اعانه ترلاسه کړي خو دغه اعانه باید د افغانانو، افغان سیاسي ګوندونو او د کورنیو حقوقي نا دولتي بنسټونو له لورې وي . اعانه کې نقدې پیسې. پورونه، منقول او غیر منقول ملکیتونه ، خدمتونه او اسانتیاوې شاملې دي.
د مالي اعانو او مرستو مقدار کو م محدودیت نه لري ، بلکې مقدار یې د شخصي او حکمي اشخاصو په خوښې پورې اړه لري.
هر کاندید باید د ترلاسه کړل شوو مرستو او لګښتونو (د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې د کاریدونکو کې اجناسو ملکیتونو، شتمنیو خدمتونو او اسانتیاوو د ترلاسه کولو په مقابل کې تادیات) راپور د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته وړاندې کړي . که یو کاندید د خپلو لګښتونو او ترلاسه شوو مرستو د راپور په وړاندې کولو کې پاتې راځي، نو د ټاکنو کمیسیون د سرغړونه کونکو کاندیدانو د نومونو لست تر خپرولو وروسته د شکایتونو کمیسیون ته لیږدوي.
د ټاکنیزو سیالیو د تمویل په اړه محلومات له کمیسیون سره په محرم ډول ساتل کیږي او یواځې عدلي او قضايي ارګانونو او یا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته د رسمي غوښتنې څخه وروسته ورکول کیږي.
د هېواد په کچه د کمیسیون د ټولنیزو رسنیو له لاری ټولو کاندید صاحبانو ته خبر ورکړل کیږی چی د ټاکنیزو سیالیو د لګښتونو اولنی راپور د ټاکنیزو سیالیو په ۱۱-۱۳ ورځې پوری او دوهم ګزارش یی د ټاکنیزو سیالیو د چوپتیا په بهیر کی د کمیسیون ولایتي دفترونو ته ولیږي او د نه لیږلو په صورت کی به تخطي کوونکي ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته معرفي کیږی.
لارښود
فورمه
- په ټاکنیزو سیالیو کې د کاندید لپاره د مالي استازي د ټاکلو فورمه CF-01
- د نوماندانو مالي لکښتونه CF-02
- د ولسې جرګی د کاندیدانو د ۱۰۰۰۰ افغانی څخه د کمو لکښتونو فورمه CF-03
- د کاندیدانو د ټاکنیزو سیالیو لکښتونه CF-04
- د ولسې جرګی د کاندیدانو د ۱۰۰۰۰ افغانی څخه د کمو مرستو فورمه CF-05
- د ټاکنیزو سیالیو لپاره د کاندیدانو د پورونو د ثبت فورمه CF-06