د ټاکنیزو مبارزو وخت یا میعاد
د ټاکنیزو مبارزو د لایحې د دریمې مادې له مخې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو له پاره، (60) ورځې په پام کې نیول شویدي او دغه دوره د ټاکنو له ورځې (48) ساعته مخکې پای ته رسیږي.
د کاندیدانو او سیاسي ګوندونو مکلفیتونه او د ټاکنیزو مبارزو شرطونه
کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ایتلافونه کولای شي په ټاکل شوي وخت، د قوانینو، لوایحو او تګلارو سره سمې، او د ټاکنیزو کمیسیونونو سره د هغې ژمنې له مخې چې په کې راغلي: (باید کاندیدان،سیاسي ګوندونه او ټلوالې، څارونکی او کتونکي) د دواړو کمیسیونونو سره پر شویو ژمنو ولاړ پاتې او خپلې ټاکنیزې مبارزې دې د هغې له مخې پر مخ یوسي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه، د کاندیدانو د وروستي لست له خپریدلو او ټاکنیزو مبارزو له پیله وروسته بیا د سکوت په پړاو او د ټاکنو پر ورځ نه شي کولای خپلې ټاکنیزې هلې ځلې لکه: (د غونډو جوړول، د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو له لارې د تبلیغاتي کمپاین تر څنګ د دې حق هم نه لري چې پلساینونه، پوسترونه او بیلبورډونه ولګوي، او د خواله رسنیو له لارې خلکو ته پيغامونه ولیږي او یا هم د تیلیفون له لارې، ورته چارې تر سره کړي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړو ته نه ده په کار چې د کاندیدانو او یا نورو ګوندو په ټاکنیزو هلو ځلو کې لاسوهنه وکړي، یا د نورو کاندیدانو تبلیغاتي پاڼې وشکوې او یا یې تخریب کړي او یا هم د هغوی هلې ځلې ګډوډې کړي.
- په ټاکنیزو مبارزو کې باید عامه نظم مختل نه شي.
- کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو ته نه ښايي چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د وسله وال پوځ کارکونکي قاضیان، څارنوالان او د دولت کارکونکي ورګډ کړي، دا رنګه امنیتي ځواکونه، قاضیان، څارنوالان او دولتی کارکونکي دې هم د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو په ټاکنیزو مبارزو کې لاس وهنه نه کوي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه باید د ټاکنیزو مبارزو پر مخ بیولو کې له ماشومانو باید کار وانخلي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه حق نه لري چې بهرنیو وګړو او بنسټونو ته بلنه ورکړي چې د دوی په تبلیغاتي مبارزو کې برخه واخلي، دا رنګه بهرنیان هم نه شي کولای چې د کاندیدانو په تبلیغاتي مبارزو کې ګډون وکړي.
- هیڅوک نه شي کولای چې خلک په زور او جبر یا په ټاکنیزو مبارزو کې د برخې اخیستنې له پاره وهڅوي او یا یې له هغو څخه منع کړي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي نه شي کولای د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له نښو یا علامو څخه ګټه پورته کړي.
- کاندیدانو ته نه ښايي چې په خپلو ټاکنیزو هلو ځلو کې (قامي، مذهبي، ژبني، سمتي، جنسیتي او ډله یزو) مسلو ته چې حساسیتونه پاروي لمن ووهي.
- کاندیدان مکلف دي چې د ټاکنیزې مبارزې تر بشپړیدو وروسته د شلو ورځو په موده کې ټول ځوړند شوي تبلیغاتي توکي لرې کړي او د ښارونو په پاکولوي ونډه واخلي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي باید د خلکو شخصي ملکیتونو ته درناوی ولري، او وړاندې له دې چې هلته خپلې تبلیغاتي پاڼې ځوړندې کړي باید د هغه ملکیت د خاونده اجازه او رضایت تر لاسه کړي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي نه شي کولای، چې په دولتی ودانیو خپلې تبلیغاتی پاڼې ونښلوي او یا هلته دغه شان پاڼې سریښ یا ولیکي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي د ښار د ښکلا او پاکوالي له پاره کولای شي خپل تبلیغات په بلبورډونو، پول ساینونو او په ټولنیزو بریښنايي پاڼو خپاره کړي.
- ښاروالۍ او اړونده ادارې مکلفې دي، ټولې سیمې او د ټاکنیزو بلبورډونو تر منځ واټن په پام کې ونیسي او ځایونه په هماغه کچه ورته وټاکي.
- کاندیدانو، سیاسي ګوندونو، ټلوالو او د هغوی ملاتړي، نه شي کولای چې د نورو کاندیدانو پر پوسترونو او انځورونوخپل پوسترونه او انځورونه سریښ او یا هغه له منځه یوسي.
- د کمیسیون کارکونکي او ښاروالیانې کولای شي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سپارښتنو سره سمې خپلې ټاکنیزې مبارزې تر سره کړي، او هغه څه چې د (ټاکنیزو مبارزو) له لایحې مخالف وي هغه پوسترونه دې له سیمو ټول کړي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي باید خپلې ټاکنیزې غونډې د قانون سره سمې ترسره کړي، او له هغې وړاندې دې د خپلو ټاکنیزو غونډو په تړاو اړونده ادارو سره د غونډې پر وخت او سیمې خبرې وکړي او هغوی ته دې معلومات ورکړي.
- که چیرته د کاندیدانو سیاسي ګوندونو او ټلوالو او د هغوی د ملاتړو له خوا پورتنۍ موضوعګانې نه مراعتیږي ، نو موضوع دې په رسمي بڼه له اړونده ادارو سره شریکه شي چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال دغو سرغړونو ته رسیدنه وشي.
- د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټاکنیزو سرغړونو ته د ټاکنیزو مبارزو پر مهال رسیدلي شکایتونه څیړي.
د ټاکنیزو مبارزو مالي سرچینې:
- د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د عامه پوهاوي، له پاره ټولې دولتي رسنۍ د کاندیدانو نظریات، موخې او مرامنامې د کمیسیون د تصویب شویو تګلارو سره سمې په منصفانه او بې پرې توګه خپروي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې نه شي کولای د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د عامه ودانیو او ملګیتونو څخه ګټه واخلي، خو په دې شرط چې د واکمن مقام له خوا د یوې ټاکنیزې حوزې ټولو کاندیدانو ته ورته اسانتیاوې برابرې شوي وي.
- کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې حق نه لري چې د بهرنیو اتباعو، یا بهرنیو هیوادونو او یا د هغو له سیاسي نماینده ګیو څخه چې په افغانستان کې دي مادی یا معنوي مرستې تر لاسه کړي.
- کاندیدان باید تر لاسه شوې مرستې او خپل لګښتونه د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د تنظیمولو د تګلارې سره سمې جوړې او کمیسیون ته دې په اړه رپوټ وړاندې کړي.
- خصوصي رسني دنده لري هغه شمیر افغانۍ چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال له کاندیدانو تر لاسه کوي باید په اړه یې کمیسیون ته رپوټ ورکړي.
- د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د مالي لګښتونو په اړه نورې موضوعګانې د ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو په لایحه کې تنظیمیږي.
د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.