د ټاکنو قانون د شپږمې مادې د ۱ او ۴مې فقرې او د اتمي مادي پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې ترڅو په ورقي تذکرې د رأی ورکوونکو نوملیکنه ترسره او د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کړي چې له مخې به یی هر رأی ورکوونکی د رأی اچونې له یوه مرکز سره ونښلول. د نفوسو د احوالو د ثبت اداره هغو کسانو ته چې تذکرې نلري او په شرایطو پوره دي د رأی ورکوونکو د نوملیکنې له پیلیدو څخه مخکې نژدې لس میلیونه خلکو ته به تذکري وویشي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون له مخې مکلف دی چې په ۱۳۹۷ کال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي او ټولو په شرایطو پوره کسانو ته د رأی اچونې زمینه برابره کړي. دا چې هیواد په جګړه اخته دی نو ټاکنې به له ننګونو خالي نه وي خو تجربو ښودلې چې د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره له ټاکنو پرته بله مناسبه لاره نشته. د ټاکنو کمیسیون د مسؤلیت له مخې د سمونو پلې کولو ته ژمن دی ترڅو ټاکنې په عادلانه، رڼې او عمومي توګه ترسره شي.

IEC Social Pages