د ټاکنو خپلواک کمیسیون په اساسي قانون کې د ټولو مشخصو شویو ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري. ټاکنې یوه لویه ملي پروسه ده چې په بریالیتوب ترسره کول یې هر اړخیزې همکارۍ او د حکومت او نورو اړوندو بنسټونو له خوا د مناسبې زمینې برابرولو ته اړتیا لري.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پایلو د جمعبندۍ او بایومتریکي مالوماتو د تحلیل او تجزیې په جریان کې د خپلو موندنو پر اساس د اړوند قانون، لایحې او طرزالعمل له مخې پرېکړه وکړه چې د ځينو محلونو رایې تفتیش او بیا وشمېرل شي په ۲۷ ولایتونو کې د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر په عادي ډول پای ته ورسېد؛ خو په اوو ولایتونو (تخار، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، بغلان او پنجشیر) کې د ځينو ټاکنیزو ډلو د نیوکو له امله پیل نشو.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک او ټویټر کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییسې حوا علم نورستاني په نوم جعلي پاڼې داسې سیاسي او ټاکنیز مسایل خپروي چې د کمیسیون په رییسه پورې اړه نه لري.

IEC Social Pages