ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندیدان د ټاکنو د مهالویش له مخې ۶۰ ورځې (د زمري له ۶ مې څخه د تلې تر ۳ مې) پورې وخت لري چې ټاکنیز کمپاینونه ترسره کړي.
ټاکنیزو کمېسیونونو د ۱۳۹۸ لمريز کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو له پاره، د کابل استار په هوټل کې، د همغږۍ ګډه ناسته ترسره کړه.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ژمن دی چې د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نیټه، ولسمشرۍ ټاکنې په راڼه، عادلانه او سرتاسري توګه ترسره کړي.
له نیکه مرغه ، د ولسمشرۍ ټاکنو ټوله بودجه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۲۰مه نېته منظور شوې ده؛ د کمیسیون مشرتابه له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه مننه کوي.