د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې رسنیو او د نوماندانو څارونکو ګډون پکې درلود، د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان تاریخ وټاکه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې رحیمې ظریفي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، د کمیسیون د پرمختګونو په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل:

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ټولې پروسې د څارونکو، کتونکو او رسنیو په حضور کې په پوره شفافیت ترسره کړې او د ټولو پروسو په اړه یې له خلکو سره پر وخت اطلاعات شریک کړل. اوس هم پر څارونکو او رسنیو هېڅ محدودیت نه دی وضع شوی او په ټولو کاري وختونو کې په کمیسیون کې حضور لري.

IEC Social Pages