ټاکنو ته باید د یوې ملي پروسې او د خلکو د واک د یوه اصل په توګه درناوي وشي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یوه تخنیکي بنسټ په توګه د هېواد له اساسي قانون سره سم ځان د شفافو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن بولي او د خلکو له بېلابېلو قشرونو غواړي چې د رایې ورکولو په پروسه کې د پراخ ګډون له لارې د دغې مخ پر ودې پروسې ملاتړ وکړي. 

همدارنګه له سیاسي ګوندونو، د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندانو، مدني بنسټونو او ټاکنیزو شریکانو غواړي چې په راتلونکو ټاکنو کې د فعال ګډون لپاره خلک د دغې پروسې ملاتړ ته وهڅوي. 

له بلې خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو په اړه د ځینو سیاسي څېرو څرګندونې ناعادلانه بولي او له دوی غواړي چې په دغو حساسو شرایطو کې له یاد بنسټ او د افغانستان له ځورېدلو خلکو سره همکاري وکړي چې ډیموکراسي او مردم سالاري په مناسب ډول تمثیل شي. 

د ۱۳۹۸ د تلې د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو ته دوې ورځې پاتې دي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو لپاره له امنیتي ارګانونو سره د جدي همغږۍ او تیاري په پام کې نیولو  سره یو ځل بیا خبر ورکوي چې د افغانستان شریف خلک دې په پوره ارامۍ د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې رایې د حق په وسیله دې د ډيموکراسۍ د تحقق او  د دغې ډیموکراتیکې پروسې سلامتیا تضمین کړي.

په درناوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون

IEC Social Pages