د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د پام وړ! 

له نوماندۍ نه تېرېدل د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو مسلم حق دی. دغه موضوع د ټاکنو قانون د (۷۵)مادې په لومړۍ فقره کې داسې ذکر شوې ده:

 « که کوم نوماند له خپلې نوماندۍ تېرېږي، باید موضوع په ټاکنیز مهالوېش کې تر ټاکل شوي تاریخ وړاندې په لیکلې بڼه له کمیسیون سره شریکه کړي.» همدارنګه د یادې مادې په دویمه فقره کې راغلي:« که چېرې کوم نوماند په ټاکنیز مهالوېش کې تر ټاکل شوي تاریخ وروسته له خپلې نوماندۍ تېر یا وفات شي، یا یې نوم د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لخوا د نوماندانو له لیسته وایستل شي، د رایې شمېرلو پر وخت په ده پورې اړوندې رایې د شمېرلو وړ نه دي.» پر دې اساس نوماندان د رایو د نه شمېرلو په وجه اړ دي چې د خپل انصراف موضوع په لیکلې بڼه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریکه کړي. 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په وروستیو کې د جمعي رسنیو له لارې خبر ترلاسه کړی چې د ولسمشرۍ ځينې نوماندان د روان کال د تلې د شپږمې تر ټاکنو وړاندې له نوماندۍ تېر شوي یا یې له نورو نوماندانو ملاتړ اعلان کړی دی. 

پر دې اساس له ټولو درنو نوماندانو په درنښت هیله کوو چې موضوع په لیکلې بڼه د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره شریکه کړي او د نوماندانو د انصراف (۰۶فورم) فورم ډک کړي. د نه پاملرنې په صورت کې به د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته وروپېژندل شي.

IEC Social Pages