په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجراییه رییس ښاغلی یوسف رشید په شهادت رسېدلی..

انا لله و انا الیه راجعون

شهید یوسف رشید په ملي او نړیواله کچه ټاکنیز کادر و، له کمیسیون سره یې تل په مشورتي، نظارتي او حمایتي برخو کې همکاري کړې ده.

کمیسیون د خدای بښلي رشید د همکاریو احسانمن دی، د نوموړي نشت هېواد او نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول ټاکنیزې کورنۍ ته یوه لویه ضایعه بولي..

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوی او کارکوونکي له دې پېښې نه متاثر او خواشیني دي، د نوموړي درنې کورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټاکنیزې لویې کورنۍ ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي، ښاغلي رشید ته د الله له دربار نه د بښنې او کورنۍ ته یې د صبر او زغم هیله لري.

IEC Social Pages