د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړو د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې رسنیو او د نوماندانو څارونکو ګډون پکې درلود، د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان تاریخ وټاکه.

په دغه ناسته کې د کمیسیون رییسې مېرمن حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د ابتدايي پایلو د اعلان نېټه د روان کال د لړم(عقرب) درویشتمه اعلان کړه او زیاته یې کړه:«د ځنډ لاملونه درته مالوم دي چې د بایومتریک اطلاعاتو د ثبتولو د مرکز په اړه د ځينو ټاکنیزو ډلو د څارونکو نیوکې او د پایلو په انتقال کې د قراردادي کمپنۍ (درملوک) تخنیکي ستونزې دي او موږ ونه غوښتل چې شفافیت د سرعت قرباني شی.» 

د کمیسیون غړي او منشي ښاغلي مسافر قوقندي د ابتدايي پایلو د اعلان د ځنډېدو له امله بښنه وغوښته او د ځنډ لامل یې د شفافیت تامین او د خلکو د واقعي رایو ساتنه وبلله. 

وروسته د ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډ په اړه د کمیسیون غړي مولانا محمدعبدالله خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«لومړی مو باید د ګډون کوونکو شمېر په ۴۸ساعتونو کې اعلان کړی وای؛ خو مخابراتي شبکو ته د امنیتي ستونزو له وجې دا کار وځنډېد او بالاخره یوه شمېره اعلان شوه. بله ستونزه انټرنېټ او د درملوک کمپنۍ د حافظې پر مرکزي دستګاه د برید هڅه وه او دا قضیه تر څېړنه لاندې ده چې چا له کومه ځایه د دې کار قصد درلود. دا د دې لامل شوه چې د مالوماتو د انتقال پروسه ورو او مالومات د کیبل له لارې انتقال شي. نور دلیلونه یې د ځينو نوماندانو د څارونکو لخوا د ډيجیټلي پایلو د څېړلو د مرکز د عمومي دروازې بندول او د درملوک کمپنۍ کم کاري ده چې څېړل کېږی. ښاغلي مولانا زیاته کړه د درملوک کمپنۍ لخوا د رایو تر تصفیې وروسته د کمیسیون کارکوونکي له څارونکو او کتونکو سره د تفتیش او بیا شمېرنې لپاره ولایتونو ته ځي، شمېرنې پلټي، سالمې رایې فورمو ته داخلوي، مرکز ته یې استوي، په سیستم کې یې درج کوي او پایلې اعلانېږي.» 

ښاغلي عبدالله د درملوک کمپنۍ لخوا د وړاندې شوو شمېرو په اړه وویل:«تر اوسه کمیسیون ته دوه ډوله شمېرې وړاندې شوي چې یوه یې یو میلیون او نهه لکه او ۲۹زره او ۳۳۳ او بله یې یو میلیون او اووه لکه او ۹۱زره او ۷۰۳ ګډونوال دي چې دغه شمېرې د دقت وړ دي.همدارنګه د کمیسیون هغه ولایتي مسوولین چې تر خپلې ادارې لاندې سیمو په مرکزونو کې د درغلیو راپورونه یې نه دي وړاندې کړي، عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي» 

په دغه ناسته کې چې د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د کمیسیون رییسې حوا علم نورستانۍ، مرستیال سیدعصمت الله مل، منشي او غړي مسافر قوقندي، نورو غړو مولانا محمدعبدالله، محمدحنیف دانشیار، اورنګزیب، مېرمن رحیمې ظریفي او احمداسحاق حسن، د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ او د هغه مرستیالانو ګډون درلود.

IEC Social Pages