د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړې رحیمې ظریفي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، د کمیسیون د پرمختګونو په اړه مالومات ورکړل او ویې ویل:

«په دواړو مرکزونو(د پایلو ټولولو فزیکي ملي مرکز او د پایلو څېړلو ډيجیټلي مرکز) کې د پایلو پروسس پای ته رسېدلی دی.» مېرمن ظریفي زیاته کړه:« د بایومتریک د ټولو دستګاوو اطلاعات چې د یو میلیون او نهه لکه او ۳۲زره او ۶۷۳رایه ورکوونکو اطلاعات پکې شامل دي، د تصفیې او تجزیې لپاره مرکزي سرور ته لېږدول شوي دي.» د نوموړې په وینا:« د ورکو شوو دستګاوو، حافظې کارتونو، دواړو مرکزونو د مالوماتو پر مقایسه، د ابتدايي پایلو د اعلان پر نېټه، د  سیل ماتولو په اړه د پلاوي پر راپور او ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرلو پر پروسه کار روان دی.»

IEC Social Pages