د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ټولې پروسې د څارونکو، کتونکو او رسنیو په حضور کې په پوره شفافیت ترسره کړې او د ټولو پروسو په اړه یې له خلکو سره پر وخت اطلاعات شریک کړل. اوس هم پر څارونکو او رسنیو هېڅ محدودیت نه دی وضع شوی او په ټولو کاري وختونو کې په کمیسیون کې حضور لري.

نن په جمعي او ټولنیزو رسنیو کې ځينې اوازې خپرې شوې او همدارنګه یوه ټاکنیز ټیم ادعا وکړه چې ګواکې تېره شپه د هغه اتاق قلف مات شوی چې د بایومتریک ماشینونو اطلاعات مرکزي سرور ته ترې استول کېږي. دغه اوازې بې اساسه دي او د افغانستان د درنو خلکو د ډاډ لپاره لاندې څلورو مواردو ته اشاره کوو:

  1. ـ هغه مرکزي اتاق چې قرنطین شوي بایومتریک ماشینونه پکې تر تخنیکي کار لاندې دي، ټول کاري بهیر یې د څارونکو او کتونکو په شتون کې پر مخ ځي او د هر کاري شفټ په پای کې یې دروازه د کتونکو او څارونکو په شتون کې په اوسپنیز قلف (سیل) بندېږي. د دغه اتاق/مرکز د قلف نمبر د بېلابېلو ټاکنیزو ټيمونو له څارونکو سره شته او د دوی په شتون کې خلاصېږي او بندېږي.
  2. ـ کمیسیون ټولو نوماندانو ته ځانګړي اکونټونه جوړ کړي چې د ډیجیټلي مالوماتو د راټولولو او پلټلو د مرکزي سرور ټول تغیرات لیدلای شي. د یادولو وړ ده چې د پایلو راټولولو د ډیجیټلي مرکز دروازه چې په لومړي پوړ کې دی، د هر کاري شفټ په پای کې په نورمال ډول بندېږي چې د دغه مرکز مالوماتو( د پایلو د فورم او ډيجیټلي فورم عکسونو) ته ټول نوماندان لاسرسی لري او پر دې سربېره د موظف پلاوي لخوا مخکې له مخکې د پرتلې لپاره د پایلو راټولولو ملي مرکز ته انتقال شوې دي.
  3. ـ د کاري دفترونو دروازې له ورځني کار وروسته د موظفو کسانو لخوا د عادي سیلونو(SEALS) په وسیله بندېږي او د اړتیا په صورت یا کاري ورځې په پیل کې د مسوولو کسانو په حضور کې پرانیستل کېږي. تېره شپه هم د ټاکنیزو زده کړو د ودانۍ عمومي دروازه چې له بایومتریک ماشینونو څخه مرکزي سرور ته د اطلاعاتو د لېږد اتاق په همدې ودانۍ کې دی، تر کار وروسته د څارونکو په شتون کې قفل شوې او څارونکو د قلف نمبر ورسره ثبت کړی دی؛ خو د کمیسیون تاسیسات له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دي، امنیتي ځواکونو په ټولو برخو کې پیرې زیاتې کړې دي. تېره شپه هم امنیتي ځواکونه د ټاکنیزو زده کړو د ودانۍ مخ ته د ودانۍ د امنیت ساتلو په موخه راځي؛ خو د هوا د سړښت له امله غواړي چې د ودانۍ په دهلیز کې ځای پر ځای شي، د دې کار لپاره یوازې د ودانۍ عمومي دروازه د مسوول کس او ملي پولیسو د مسوولینو په شتون کې پرانیستل شوې ده.
  4. ـ د ثبات او همپالنې ټيم څارونکي په همغه شپه کې د هغه راپور پر اساس کمیسیون ته رارسېږي چې د ناسم پوهاوي سبب شوی او د دغه ټاکنیز ټيم د مشر په ګډون درې تنه د امنیتي ځواکونو له مسوولینو سره یو ځای د هغه اتاق قلفونه ګوري چې د بایومتریک ماشینونو اطلاعات مرکزي سرور ته ترې استول کېږي. د قلفونو شمېرې چې دوی ورسره یاداشت کړې وې، د دروازو د قلفونو له شمېرو سره پرتله کوي او ویني چې هېڅ توپیر نه لري. دوی وايي چې د امنیتي ځواکونو پیره هم باید له ودانۍ بهر وي، دروازې ته اوسپینز قلف اچوي او په رضایت له کمیسیونه وزي.

پر دې اساس د اړوندو برخو کارونه سبا په ټاکلي وخت د کمیسیون د مشرتابه پلاوي، څارونکو، کتونکو او رسنیو په حضور کې د پخوا غوندې دوام مومي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ټاکنیزو ټیمونو غواړي چې په بې ځایه څرګندونو او تورونو د افغانستان د شریفو خلکو ذهنونه مغشوش نه کړي، د ټاکنو له ټولو ښکېلو اړخونو مننه کوي چې تر اوسه یې د کمیسیون زحمتونو ته په درنه سترګه کتلي او زموږ د کارونو ملاتړ یې کړی. همدارنګه له ټولو ښکېلو خواوو په درنښت هیله کوي چې حوصله وکړي، تر څو کمیسیون د پایلو راټولولو بهیر په ښه ډول او د شفافیت او دقت په مراعاتولو پای ته ورسوي.

IEC Social Pages