د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غونډو په تالار کې د ټاکنيزو کمیسیونو مشرتابه او ګډونوالو په لاندي ټکو ټینګار درلود: 
- د پاتی ولایتونو د ولسي جرګي پایلۍ ژر تر ژره د ممکن تر حده د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره واستول شی.
- د همږغی او مرستی روحیه او اراده لرو، او ورته ژمن یو.
- یاد دواړه کمیسیونونو، د قانون په ړڼا کې خپلې جاري سرته رسوی.
- کمیسیونونو د ټاکنو په پروسه کې پوره عدالت تامینوی.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د رهبرۍ پلاوي په کابل کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې ( یو.ان.ډي.پي) له یو شمیر چارواکو سره د دوشنبې پر ورځ د کب په شلمه نیټه غونډه وکړه. د دغه غونډه چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مقر کې تر سره شوه .

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې په نړیوالو چارو کې د ملي ډموکراتیک انستیتوت د ټاکنو، او مدني ټولنې د پرمختیا له مشر سره وکتل. دغه کتنه چې د دوشنبې پر ورځ د کب په شلمه نیټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په دفتر کې وشوه په پیل کې د کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ د خپلو ورځنیو چارو او هغه تدابیرو په اړه چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له اړخه د راتلونکو ټاکنو د تر سره کولو له پاره نیول شوي د دغه انستیتوت مشر ښاغلي تیلبرت لااوک او د هغه سره ملګري پلاوی ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

IEC Social Pages