د لغمان، پکتیا، پکتیکا، هرات، سرپل سمنګان او نورستان ولایتونو د ټاکنیزو چارو ریاستونو د ټاکنو له اړوندو خواوو سره د پوهاوي ورکولو او همغږۍ غونډې وکړې.

د لوګر، هلمند، لغمان، سرپل او خوست ولایتونو د ټاکنیزو چارو ریاستونو د همغږۍ او پوهاوي ورکولو ناستې ترسره کړې.

د ټاکنیزو زده کړو ریاست د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د بشري سرچینو د ریاست په همکارۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې UNDP په مالي ملاتړ په دغه بنسټ کې د «اړیکو او همغږۍ» درې ورځنی ښوونیز پروګرام جوړ کړ.

IEC Social Pages