د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرتابه پلاوي، د دغه بنسټ مرستيال او سرپرست، ښاغلي سيد عصمت الله مل په مشرې، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستيال او سرپرست ښاغلي راميز الاکبروف او د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو د ملاټړ برخې(UNESP) ستر سلاکار، ښاغلي گرنت کیپن (Grand Kippin) سره ناسته ترسره کړه.

د ټاکنیزو کمیسیونونو( ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون) مشرتابه پلاوو د راتلونکو ټاکنو د پلانونو او طرحو د لا ښه تطبیق او چټکتیا په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

د جندر میاشتینۍ ناسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د منشي او کمیشنرې مېرمن رحیمې ظریفي تر مشرۍ لاندې د جندر آمریت له خوا په دغه بنسټ کې ترسره شوه.

IEC Social Pages