د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء لوی رئیس داکټر حبیب الرحمن ننګ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (UNAMA) د ټاکنو د ملاتړ برخې له ستر سلاکار، ښاغلي ګرنت کیپن (Grant Kippen)سره، په راتلونکو ټاکنو کې د همغږې په پار وکتل او خبرې وکړې.

په دغې لیدنه کې چې د ښاغلي ننګ په دفتر کې ترسره شوه، دواړو خواوو د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو، غزني ولایت د ولسي جرګې او د ځینو لویو ښارنو د ښاروالېو ټاکنو له پاره د لا ښې همغږې او همکارې زمینې برابرولو په اړه خبرې اترې وکړې او پر ګډې همکارې یې ټینګار وکړ.

IEC Social Pages