د افغانستان د ملي وسلوال فوځ ملاتړ او ستاېنه د خپل هېواد د برم او عظمت ستاېنه ده؛ همدا وسلوال ملي ځواک دی، چې زموږ د وطن او خلکو وقار یې خوندي ساتلی او ددې خاورې دښمن ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي.

وسلوال ملي فوځ ددي وګړو له بچیو جوړ دی او ددې خاورې اتل پلارانو د خپل عزت ساتلو لپاره خپل نازولي بچیان د سرښندنې میدان ته په وطنۍ مینه وړاندې کړي دي.

زما ګرانه هېواده!

موږ پوهېږو، چې زموږ د سپیره دښمن شومې سترګې ستا په لور دي او غواړي، چې خپلې شومې موخې ستاسو په پاک وجود کې ترلاسه کړي؛ خو ډاډه اوسه ستا ننګیالي او قهرمان بچیان د ملي وسلوال فوځ په چوکاټ کې د وطن پولې ساتي او نه پریږدي، چې ستا کرغېړن دښمن خپلې موخې دلته ترلاسه کړي.

د افغانستان ملي قهرمان وسلوال ځواکه!

تاسو یوازې نه یئ، ددې هېواد نږدې ۴۰ میلیونه نفوس مو تر خوا ولاړ دی او د خپل ملي بیرغ د هسک ساتلو لپاره د ولس قرباني درسره ده، تاسو ډاده اوسئ، چې په خپله خاوره او ولس جنګیدل مو جهاد او مرګ مو د شهادت درجې لري.
درنو سرتیرو!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مو قرباني نه هیروي او ستاسو له کړنو منندوی دی. تاسو تل د ټاکنیزو پروسو د بریالیتوب لپاره خپله وینه او خوله توی کړې ده او د ټاکنیزو پروسو د غوره ترسره کولو لپاره مو د ټاکنیزو موادو د انتقال سربیره د یادې پروسې د کامیابیدو او ډاډمن امنیت ټینګولو لپاره شپې رڼې کړي او د ورځې مو ستړیا ګاللې ده.

موږ یو ځل بیا ستاسو د سپیڅلو کړنو ستاېنه کوو او د دې وطن د پرمختګ او سوکالۍ لپاره درسره په خوا کې ولاړ یو.

ژوندی دې وي زموږ ملي وسلوال فوځ، ښاد او سوکاله دې افغانستان!

په ډېر درناوي
ډاکټر حبیب الرحمن ننګ
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء لوی رئیس

IEC Social Pages