د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاړي، چې ددې هېواد د پرمختګ، سولې او شرف ساتلو، دغه راز په ټول هېواد کې د سراسري امنيت تامينونکو ( ملي وسلوال فوځ) د ځآنګړې ورځې ۹نهم دکب مبارکي وايي او دوی ته د درناوي مراتب وړاندې کوي.

د ملي وسلوال فوځ سرښندنې د درناوي وړ دي، همدوی د هېواد سرحدي پولو ساتلو او خپلو وګړو ته د ښه ژوند کولو زمينه برابرونکي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مننه کوي، چې په ټولو ټاکنيزو پروسو کې ملي وسلوال فوځ ټاکنو کمېسیون سره همکاري کړې او ټاکنيز مواد يې په غوره شکل انتقال کړي دي، چې موږ يې هماغه وخت د کړنو قدردانی کړی او اوس يې هم ستاېنه کوو.

د کمېسيون رهبري د وسلوال پوځ فوځ شهيدانو ته دعا کوي، کورنيو ته يې تسليت وايي او دوی ته له پاک رب څخه ورته د جنت غوښتنه کوي، دغه راز ټپيانو او ناروغانو ته اجله شفا غواړي.

IEC Social Pages