د جندر میاشتینۍ ناسته د ټاکنو خپلواک کمیسیون د منشي او کمیشنرې مېرمن رحیمې ظریفي تر مشرۍ لاندې د جندر آمریت له خوا په دغه بنسټ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې ښځینه کارکوونکو هم ګډون پکې درلود، په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د رول او هغو ستونزو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې چې دوی د دندې ترسره کولو پر وخت ورسره مخ وي.

مېرمن ظریفي د ګډونوالو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ویې ویل چې دغو ستونزو ته به د امکان تر کچې رسیدګي وشي. نوموړې همدارنګه د راتلونکو ټاکنو په اړه وویل چې د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره کاري ګروپونه رامنځته شوي او په ګډه کار کوي.

IEC Social Pages