د ځوانانو یوالي ټولنیز بنسټ غړو د دارالانشاء د عمومی رییس ښاغلي حبیب الرحمن ننګ چارې وستایلې او نوموړی یې په خپل ترسره کړي ټاکنیزماموریت کې بریالی وباله.

د یاد بنسټ مشر نصیب الله احساس او د بنسټ غړو په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې سختې، له فشاره ډکې او پیچلې وګڼلې؛ خو د ښاغلي ننګ ترسره کړی ماموریت یې بریالی وباله او د هغه د کړنو ستاینه یې وکړه.

ښاغلي ننګ د هېواد مدني ټولنې، د ټولنې مهمه برخه وګڼله، له ځوانانو یې مننه وکړه، چې په تېرو ټاکنو کې یې خپل مسولیت ترسره کړی او د کمېسیون سره جوخت یې، د ټاکنیزې پروسې په څارلو کې رغنده رول لوبولی دی.

ښاغلي ننګ د ځوانانو له لوري دا ستاینه د ټول کمېسیون وګڼله او زیاته یې کړه، چې په تېره ټاکنیزه پروسه کې کمېسیون، په ځانګړي ډول د دارالانشاء ریاست ټولو کارکوونکو زیات زیار ګاللی دی.

همدا راز ښاغلي ننګ، ځوانانو ته د ټاکنو قانون د تعدیل، د غزني ولایت د ولسي جرګې، د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو ټاکنو په اړه وينا وکړه او د یادو ټاکنو د ترسره کولو د بشپړ چمتوالي ډاډ ورکړ. له مدني ټولنې وغوښتل، چې د ټاکنو د قانون تعدیل طرحه کې باید خپل نظریات او وړاندیزونه له کمېسیون سره شریک کړي.

ددې ترڅنګ ښاغلي ننګ په کمېسیون کې د وړ ځوانانو د ګمارنې موضوع ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې، په ۱۴۰۰ لمریز کې به د ټول کمېسیون خالي بستونه ډک شي.

د ستاینې په دې مراسمو کې د دارالانشاء ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلي محمد عثمان فروتن او د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح هم حاضر وو.

IEC Social Pages