د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ملګرو ملتونو د ټاکنو د ملاتړ ادارې (UNESP) له مسوولانو سره د دغه بنسټ د رییسې مېرمن حوا علم نورستاني په مشرۍ غونډه وکړه.

مېرمن نورستاني له (UNESP) پروژې نه د مننې تر څنګ د راتلونکو ټاکنو په اړه د هېواد په اوسني وضعیت کې داسې غونډې ارزښتناکې وبللې او ویې ویل چې دغه ډول غونډې له کمیسیون سره د راتلونکو ټاکنو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي.

په ورته وخت کې د کمیسیون مرستیال ښاغلي سیدعصمت الله مل او کمیشنر ښاغلي محمدحنیف دانشیار د بودجې د جلب او د دغو پروژو د پلي کولو لپاره د یوه مشخص میکانیزم د رامنځته کولو په اړه نظرونه وړاندې کړل.

د ملګرو ملتونو د ټاکنو د ملاتړ د پروژې (UNESP) مسوول ښاغلي علي البیاتي د پروژې د سند د پریزینټیشن د وړاندې کولو تر څنګ وویل چې دغه پروژه به د پخوا غوندې ادامه لري او د راتلونکي (2021م) کال لپاره تمدیدېږي.

نوموړي همدارنګه د سند د تشریح په ترڅ کې زیاته کړه چې په راتلونکي کال کې به پر ولایتي دفترونو، د عامه ذهنیت پر پوهاوي، جندر او د دې پروژې د مالي ملاتړ لپاره د دونرانو پر جلبولو تمرکز وکړي او د رایه ورکوونکو د نوملړ د تصفیې په برخه کې یې د همکارۍ وعده وکړه.

په دغه ناسته کې د کمیسیون رییسې مېرمن حوا علم نورستاني، مرستیال ښاغلي سید عصمت الله مل، منشي مېرمن رحیمې ظریفي، کمیشنرانو ښاغلي مولانا محمد عبدالله، ښاغلي اورنګزېب، ښاغلي محمدحنیف دانشیار او ښاغلي مسافر قوقندي، د دارالانشا د ستراتیژیکو اړیکو مرستیال ښاغلي علي شاه مصباح، د دارالانشا عملیاتي مرستیال ښاغلي محمدعثمان فروتن، ستر سلاکار ګرنډ کیپن، د ملګرو ملتونو د ټاکنو د ملاتړ د پروژې (UNESP) مسوول ښاغلي علي البیاتي او د دغې پروژې مالي مسوول ښاغلي پیټر من ګډون درلود.

IEC Social Pages