د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۱۰ حوت ۱۳۹۹

د کمیسیون د دارالانشاء مشرتابه سره د یوناما ستر سلاکار لیدنه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء لوی رئیس داکټر حبیب الرحمن ننګ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت (UNAMA) د ټاکنو د ملاتړ برخې له ستر سلاکار، ښاغلي ګرنت کیپن (Grant Kippen)سره، په راتلونکو ټاکنو کې د همغږې په پار وکتل او خبرې وکړې.

تاریخ انتشار ۰۹ حوت ۱۳۹۹

د پرمختګ او سولې د بستر برابرونکو ( ملي وسلوال فوځ) د ملي ورځې نمانځنې په اړه د مبارکۍ پيغام!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاړي، چې ددې هېواد د پرمختګ، سولې او شرف ساتلو، دغه راز په ټول هېواد کې د سراسري امنيت تامينونکو ( ملي وسلوال فوځ) د ځآنګړې ورځې ۹نهم دکب مبارکي وايي او دوی ته د درناوي مراتب وړاندې کوي.

تاریخ انتشار ۰۹ حوت ۱۳۹۹

د خپلو ملي اتلانو د ډاډ او ستاېنې په موخه:

د افغانستان د ملي وسلوال فوځ ملاتړ او ستاېنه د خپل هېواد د برم او عظمت ستاېنه ده؛ همدا وسلوال ملي ځواک دی، چې زموږ د وطن او خلکو وقار یې خوندي ساتلی او ددې خاورې دښمن ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي.

IEC Social Pages