په برياليتوب سره د ١٣٨٤ کال د ملي شورا او
ولايتي شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدل د افغانستان لپاره يوه ستره لاسته راوړنه
ده. په مليونونو رايه ورکوونکو له خپلو ډيموکراټيکو حقوقو څخه په ګټې اخيستنې
سره خپل قانوني استازي وټاکل تر څو په ملي او ولايتي کچه د دوى استازيتوب وکړي.
دغه ټاکنې په افغانستان کې د څو وروستيو لسېزو په اوږدو کې لومړۍ پارلماني
ټاکنې وې او تر ټولو مهمه دا چې انتقالي دورې ته د پاى ټکى ږدي او د هېواد د
حکومت واګې د هېواد خلکو ته په لاس کې ورکوي.
ولسواکي يوازې د يوې راى پاڼې په نښه کولو
پورې محدوده نه ده بلکې بايد د قانون واکمنۍ او بشري حقوقو ته په تل پاتې
درناوي سره غښتلې شي. د ټاکنو تير دوه کلن بهير د يو ولسواک هېواد د راتلونکي
لپاره يو قوي بنسټ کېښود. د مشرانو جرګې د ټاکنو د وروستيو پايلو له تصديقېدو
سره د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر کار پاى ته ورسېد او خپل مسؤوليتونه پر ډير
ډاډ سره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون او دهغه دارلانشا ته ورسپاري.
له دې سره سره چې له شخړو وروسته شرايطو کې
ټاکنې تل ګډې سياسي او عملياتي ستونزې لري خو بې له شکه سږنۍ ټاکنې له شخړو
وروسته معيارونو څخه هم زياتې ننګونکې لرلې. د ١٣٨٤ کال ټاکنې د ټاکنو د
کارکوونکو د سرښېندنې شاهدې دي. دا ټاکنې به د ډيرو دلايلو له مخې تاريخي وي،
خو د يو ښه راتلونکي لپاره د ګډ کار خاطرې به تل پاتې وي.
که څه هم د انتخاباتو د تنظيم د ګډ دفتر کار
پاى ته رسيدلى، خو د تاريخي دلايلو پر بنسټ به دغه ويب سايټ د راتلونکو
کلونولپاره خلاص پاتې کيږي. |