لطفآ منتظر باشید...
IEC
Tuesday, January 06, 2009 INDEPENDENT ELECTION COMMISSION OF AFGHANISTAN
English   |   دری   |   پښتو

د ټاکنو خپلواک کميسيون

د افغانستان د اساسي قانون د ١٥٦ مادې له مخې، د ټاکنو خپلواک کميسيون ددې مسوليت او واک لري چى د هر ډول ټاکنو اداره او څارنه وکړي ؛ او همدا شانى د قانون مطابق عامه نظر پوښتنه تر سره کړي. د ټاکنو خپلواک کميسيون د ريس او دهغه د مرستيال په ګډون نهه تنه غړي لري چى افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د ١٣٨٣ کال د مرغومى ٣٠ نيټى د ٢١ ګڼى فرمان په اساس ټاکل شويدي.

د ټاکنو دخپلواک کميسيون دارالانشا د کميسيون اجرايوي اداره ده. د دارالانشا د ټاکنو مسلکي کارکوونکي هغه پريکړې، مقررات او تګلارې پلي کوي چى د ټاکنودخپلواک کميسيون له خوا منل کيږي.د انتقالي دورې په ترڅ کى د لنډ مهاله ګام په توګه ، د ١٣٨٣ کال دولسمشرې او د ١٣٨٥ کال د پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنى ، د ټاکنود تنظيم دګډ دفترتر ادارى اوڅارنى لاندى تر سره شوى. د ټاکنو د تظيم ګډ دفتر د افغانستان د دولت او د ملګروملتونو يوه ګډه اداره وه. د ټاکنو دتنظيم ګډ دفتر د خپلو مسؤليتونو دتر سر کولو څخه وروسته، د ولسمشر‌‌‌ۍ د ١١٠ ګڼې فرمان په اساس په ١٨/١٢/٢٠٠٥ نيټه منحل شو او خپل ټول مسوليتونه يي د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپارل.

 اخبار

۱۳۸۸ کال د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو، ټولټاکنو د راي ورکوونکو نوم لیکنې پړاو د پیـــــــل خــــبرتیـــــــــا

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د روان کال د زمري په ۲۶ نیټه،شنبې په ورځ د یو مطبوعاتي کنفرانس د لارې د راي ورکوونکو نوم لیکنې پړاو د پیل څخه خبرورکړ، او زیاته يې کړه چې دا ځل هم د راي ورکونې د پخوانیو ویشل شویو کارتونو د اعتبار په ساتلو سره، د راي ورکونې کارتونو د ویش نوی پړاو په ټول هېواد، کې د یوې میاشتې لپاره په څلوروبیلابیلو پړاوونو کې پلی کېدونکې دی.

عامه پوهوي کارکوونکو لپاره د روزنیز پروګرام د دایرولو خبرتیا

درای ورکوونکو نوم لیکنې د پیل د تیاریو په لړ کې، د ۱۳۸۷کال د وږی په ۹ نیټه د شنبی په ورځ چی د ۲۰۰۸م کال د اګست د ۳۰ نیټې سره سمون خوري، د عامه پوهوي د چارو ولایتي مسؤلینو ته د ټاکنو خپلواک کمیسیون په مرکزی دفترکې لومړنی روزنیز پروګرام د لاس لاندې ونیول شو.

په دې روزنیز پروګرام کې دهېواد د ۳۴ولایتونو څخه د عامه پوهوي مسؤلینو ګډون وکړ،دوی د عامه پوهوي د پیغامونو د خپرولو اغیزمنې لارې چارې، په محلونو کې د خلکو سره د اړیکې د نیولو لارې چارې او د نوم لیکنې ټولو واجد الشرایط کسانو ته د نوم لیکنې د پړاو په اړه د عامه پوهوي د پیغامونو د رسولو د څرنګوالي روزنه ترلاسه کړه، دې روزنیزې لړۍ درې ورځې دوام وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعضأ
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړيو په هکله د زياتو معلوماتو لپاره هیله ده، داځاى کېکا‌ږئ.
مطبوعاتي اعلامي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د مطبوعاتي اعلامي په هکله د زیاتو معلوماتو لپاره هیله ده، داڅای کیکاږﺉ
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پړیکرې
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پړیکرې په هکله د زياتو ،معلوماتو لپاره هیله ده داځاى کېکا‌ږئ.
د قانوني چوکاټ
دابرخه به ډيرژرتاسو ته وړاندې شي!
د ویبپاڼې په اړه د لازیات معلومات او یا هم د تخنیکي ستونزي لپاره، مهرباني وکړي به دی بریښنالیک webmaster@iec.org.af سره په تماس کی شی.
-------------------------------------------------------------------------------------------------------
د دې ویبپاڼې ټول مادی او معنوي حقوق خوندي دي - د ټاکنو خپلواک کمیسیون ، ۱۳۸۵ - ۱۳۸۷ ©