د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

حوا علم نورستانۍ د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسه، د کمیسیون مشرتابه پلاوي او  ټولو کارکوونکو په استازیتوب د افغانستان او د اسلامي نړۍ ټول ملت ته د لوی اختر د رارسېدلو له امله، د مبارکې مراتب وړاندې کوي.

د کميسيون مشرتابه او کارکوونکي د رب العزت له دربار څخه غواړي چې د نړۍ ټولو مسلمانانو عبادات او قربانۍ په خپل دربار کې قبولې کړي او د خداى ج له دربار څخه هيله لري چې د خپل رحمت پر برکت، ناروغۍ، مصيبتونه، او تاوتريخوالي له منځه يوسي او تلپاتې سوله او سوکالي پر نړۍ حاکمه کړي.