د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

بسم الله الرحمن رحیم!

ګرانو دوستانو، درنو همکارانو او قدرمنو حاضرینو اسلام اعلیکم و رحمت الله و برکاته

نن ورځ زه، او بل هر افغان پر دې ویاړو چې زموږ بیرغ یا جنډه د ملګرو ملتونو په مرکزي ودانۍ او د نړۍ په ټولو هیوادونو کې زموږ پر سفارتونو رپیږي چې دا د هر افغان له پاره د ویاړ او برم ښکاره نښه ده.
په افغانستان کې د اوسني حکومت د رادبره کیدو نه وړاندې د طالبانو په واکمنۍ کې د ګوتو په شمیر هیوادونو کې موږ سفارتخانې لرلې، خو هغه برم، شان او شوکت چې موږ افغانانو د جمهوري نظام له ټینګښټ څخه وروسته تر ګوتو کړی پخوا مو په خیال او فکر کې هم نه ګرځیده.

بیرغ یا جنډه د هر هیواد له پاره د یوالي او وحدت نښه ګڼل کیږي چې شکر الحمد لله موږ افغانان هم دغې جنډې ته ملي بیرغ وایو او دا زموږ د ملي وحدت ښه بیلګه ده، نن سبا موږ د ځینو شیانو او ادارو له پاره د ملي کلمه استعمالوو چې په هغې کې یو هم ملي بیرغ دی، د دې تر څنګ ملي اردو، ملي پولیس ، ملي امنيت ، ملي ګټي دا ټول هغه څه دي چې زموږ د ملي وحدت ښکارندويي کوي، او په دغو برخو کې د.