د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د بېرغ ملي ورځې د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون، مرستیال او کميشنر ښاغلي سیدعصمت الله مل په مشرې د کمیسیون په انګړ کې ونمانځل شوه.

ښاغلي مل، د بېرغ د ملي ورځې نمانځنه غوره وبلله او د دغې ورځې (زمري ۷مه) له طراحانو او چمتوکوونکو څخه یې مننه وکړه او ويې ویل: دا درې رنګه ملي بېرغ د افغانانو د یوالي ښکارندوی دی او د افغان ولس په ځانګړې توګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وینې په بېه لاسته راغلی او ساتل شوی دی.

همداراز نن ورځ موږ او بل هر افغان پر دې ویاړو چې، زموږ بیرغ د ملګرو ملتونو په مرکزي ودانۍ او د نړۍ په ټولو هیوادونو کې زموږ پر سفارتونو رپیږي، چې دا د هر افغان له پاره د ویاړ او برم ښکاره نښه ده.
همداشان ښاغلي مل زیاته کړه، د اساسي قانون پر بنسټ او په جمهوري نظامونو کې د استبداد د مخنیوي له پاره یوه لاره چې په پام کې نیول شوې هغه دا ده چې په دغه نظام کې هیڅ حاکم مدام العمر حاکم نه شي پاتې کیدای.

د یادولو وړ ده چې، د تېر کال د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په نمانځ غونډه کې، دغه ورځ (زمري ۷مه) د ولسمشر له خوا د بېرغ د ملي ورځې په نوم ونومول شوه.