انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا د دغه کمیسیون خورا مهمه او اجرايي برخه جوړوي. د دارالانشا رییس د ټاکنو د قانون د دوه ویشتمې او دیارلسمې مادې پر اساس د په شرایطو برابرو کسانو له منځه د ولسمشر له خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس په توګه ټاکل کېږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا د پالیسۍ په کچه تصمیمونه او پرېکړې چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غړو له خوا نیول شوي وي، اجرا کوي او د دغو ټولو تصمیمونو او پرېکړو اجرا او پلي کول له لومړنیو پړاوونو، طرحې او تنظیم نه د ټاکنو ترسره کولو تر وروستیو پړاوونو پورې پر غاړه لري. د دارالانشا اړوندې چارې د دارالانشا د رییس او درېیو تنو مرستیالانو (مالي او اداري، عملیاتي، او ستراتېژیکو اړیکو) له خوا رهبري کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون دارالانشا د مرکز په کچه دوولس ریاستونه او څو خپلواک امریتونه لري او دغه واحدونه په بېلابېلو برخو کې په ټاکنو پورې اړوند مسوولیتونه پر غاړه لري. همدارنګه کمیسیون د ولایتونو په کچه دایمي ولایتي تشکیلات لري چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو د رییسانو له خوا اداره کېږي.

د کمیسیون د دارالانشاء ریاستونو

د حقوقو ریاست

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د دارالانشاء د حقوقو ریاست دنده لري چې د هیواد د ټولو نافذه قوانینو سره په همغږۍ داسې کره او حقوقي چوکاټ جوړ کړي چې له مخې یې بیلابیلې ټاکنیزې نظریې، وړاندیزونه، او لازمې سلا مشورې د کمیسیون د دارالانشاء د ریاستونو اړونده غړو ته وړاندې کړي. دا رنګه دغه ریاست دا دنده هم لري چې مسودې، او نور حقوقي اسناد جوړ کړي. دغه ټولې چارې همدغه اداره ترسره کوي او د سلسله مراتبو په پام کې نیولو سره یې د کمیسیون غړو ته وړاندې کوي. د دغه ریاست په تشکیل کې د حقوقي قضیو آمریت هم شته چې د ټاکنیزو فعالیتونو پر مهال د کاندیدانو حقوقي قضیې، ستونزې او ټاکنیز شکایتونه څیړي او د هوارولو هڅه یې کوي. د دغو حقوقي قضیو تر څیړلو وروسته وړاندیزونه او د څیړنو او ارزونو نتیجه په رسمي توګه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دارالانشاءته سپاري.دا رنګه د حقوقو ریاست په ټاکنیزو عملیاتو کې ټولو ملي او نړیوالو اړونده بنسټونو او کاندیدانو ته باورلیکونه هم ورکوي او د دغې چارې مسوولیت هم د همدغه ریاست پر غاړه دی.

مالي او حسابي ریاست

مالي او حسابي ریاست، مالي پلانونه طرحه کوي او پر هغو د څار دنده هم ورترغاړې ده. دغه ریاست د کمیسیون کلنۍ بودجه طرحه او جوړوي او په بیلابیلو پړاوونو کې له هغې څخه دفاع هم کوي.مالي ریاست د منظور شوې بودجې سره سم تر سره شوي کارونه او پرمختګونه ارزوي او د خپلې ارزونې سره سم په بیلابیلو وختونو کې له هغه څخه رپوټ چمتو کوي. د کمیسیون د بنسټیزو او فرعي پروژو مالي لګښت چې د تمویل کونکو له لورې ورکول کیږي هم د دغه ریاست د مسولیتونو یوه برخه ده. د پیسو او نور مالي فعالیتونه چې د نقدې حوالو، د معاشونو ترتیبول، د لګښتونو تنظیمول او نورې هغه حوالې چې د پیسو د لیږد سره تړاو ولري هم د همدغه ریاست له خوا کنترولیږي او څارنه هم پرې کیږي.

د پلان او پالیسۍ ریاست

د پلان او پالیسۍ ریاست د ټاکنو په تړاو په بیلابیلو پړاوونو کې د ټاکنو په اړه د پلانونو او طرزالعملونو د جوړولو مسولیت لري چې د کمیسیون له خوا د وضعه شویو دستورالعملونو په اډانه کې د بیلابیلو ټاکنیزو فعالیتونو اړخونه مشخص کړي. دغه ریاست همدا رنګه ټول هغه فعالیتونه چې د ټاکنو پر مهال د بیلابیلو ریاستونو له خوا عملي کیږي همغږي کوي او په اړه یې بیلابیل رپوټونه چمتو کوي. د پلان او پالیسۍ ریاست د مالي او حسابي ریاست سره په ګډه کلنۍ بودجه جوړوي او په اړه یې مسولیت او د دفاع کول یې هم په غاړه دي. دغه ریاست په دوامداره توګه د بیلابیلو دولتي ادارو سره د پرمختګونو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د فعالیتونو سره هم مهاله د شته هدفونو او د ملي ستراتیژۍ د سندونو سره اړیکي ساتي.

د ټاکنیزو زده کړو او د وړتیاو د لوړولو ریاست

د ټاکنیزو زده کړو او وړتیاو د لوړولو ریاست، د ټاکنو په بیلابیلو پړاونو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو له پاره زده کړې ورکوي او د هغوی د وړتیاو په لوړولو کې ونډه اخلي. د ټاکنو له پاره د چمتوالي په موخه دغه ریاست د زده کړو له پاره ټول مواد چمتو کوي او د ټولو کارکونکو د پوهاوي په برخه کې بیلابیلې تګلارې عملي کوي. دا رنګه دغه ریاست دنده لري چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو د مسلکي زده کړو له پاره هم په کور د ننه او هم بهر کې د زده کړو زمینې برابرې کړي او د دې کار له پاره د جوړو شویو تګلارو څارنه او نظارت هم ورتر غاړې دی. د دغه ریاست د مسولیتونو بله برخه د ټاکنو په تړاو د ټولو سندونو او مدارکو ارشیف کول دي او د ټاکنو د کارکونکو د ظرفیتونو د لا لوړولو له پاره ټاکنیزو موادو ته لاسرسی د نوموړی ریاست اصلي دنده ده، دا رنګه د کمیسیون د کتابتون چارې هم د همدغه ریاست په غاړه دي.

د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست

د معلوماتي تکنالوژۍ ریاست دنده لري چې ټول تخنیکی خدمتونه چې د معلوماتي تکنالوژۍ سره اړیکي لري د مرکزي دفتر او ولایتي دفترونو په کچه د شته اسانتیاو پر مټ د ارتباطاتو او اړیکو زمینې برابرې کړي. دغه ریاست په خپل تشکیل کې د دیتابیث، ویب پاڼې، دیزایننګ او د شبکې سیستم لري چې په ټاکنیزو او نا ټاکنیزو پړاونو کې د دیتابیث، ویب پاڼې او د کمیسیون د انترنیټي سیستم چارې ورتر غاړې دي او کارکونکي د رای ورکونکو د فورمو د ثبتولو او د ټاکنو د نتیجو په برخو کې روزي. د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په خپل تشکیل کې ولایتي کارکونکي هم لري چې د ولایتونو په کچه د معلوماتي تکنالوژۍ چارې پر مخ بیايي.

د عامه پوهاوي ریاست

د عامه پوهاوي ریاست مسوولیت لري چې ټول احتمالي رایه ورکوونکي او په ټولیز ډول د افغانستان ټول خلک د ټاکنو له ارزښت نه خبر کړي او د دیني او فرهنګي ارزښتونو په پام کې نیولو سره د پوهاوي ورکولو د اغېزناکو پیغامونو د تیارولو او د تصویري، چاپي او غږیزو رسنیو په ګډون د ټولیزو رسنیو له لارې د نشر په وسیله خلک په ټاکنو کې فعال او هراړخیز ګډون ته وهڅوي او په دې برخه کې اساسي رول ولوبوي. 

د عامه پوهاوي کمپاین، د کارکونکو له پاره زده کړه، د ټاکنو په تړاو معلوماتي مواد، په ټول هیواد کې د عامه پوهاوي پروګرامونه، او د رسنیو پر فعالیتونو نظارت او همغږي د دغه ریاست له اصلي دندو څخه شمیرل کیږي. دغه ریاست په هر ولایت کې دایمي کارکونکي لري چې د عامه پوهاوي په برخه کې په هماغه ولایت کې دندې پر مخ بیایي.دغه ریاست په دایمي تشکیل کې جندر امریت هم لري چې د ټاکنو په بهیر کې د ښځو د ونډې اخیستو په برخه کې اطمینان تر لاسه کوي او د نورو بنسټونو سره یو ځای په ټاکنو کې د میرمنو د هڅولو له پاره کار کوي.

د عامه پوهاوي د کمپاین تنظیم، د کارکوونکو روزل، په ټاکنو پورې د اړوندو مالوماتي موادو تیارول، په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي د پروګرامونو پلي کول، د فعالیتونو پر څرنګوالي څارنه او د هغو همغږي کول د دغه ریاست له مسوولیتونو څخه دي. د عامه پوهاوي ریاست په خپل جوړښت کې د هر ولایت په کچه دایمي کارکوونکي لري چې په اړوند ولایت کې په عامه پوهاوي پورې د اړوندو موضوعاتو چارې مخ ته بیايي.

د بهرنیو اړیکو ریاست

د بهرنیو اړیکو ریاست د ښکیلو ملي او نړیوالو بنسټونو، نوماندانو، سیاسي ګوندونو، کتونکو او نورو اړخونو سره چې په ټاکنو کې ښکیل دي اړیکي لري او هڅه کوي چې تل د پرمختیاو او اجرااتو په تړاو هغوی خبر کړي. دغه ریاست د ټاکنو د بهیر مسولیت لري چې سیاسيګوندونو، کاندیدانو، ملی او نړیوالو ښکیلو اړخونو سره اړیکي ونیسي او د هغوی له پاره د اسانتیاو په برابرولو کې ونډه واخلي. دغه ریاست د ټاکیزو فعالیتونو پر مهال د ولایتونو په کچه لنډمهاله تشکیلات لري، چې د هغوی اړونده چارې سمبالوي.

د ساحوي عملیاتو ریاست

د ساحوي عملیاتو ریاست د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو سره د اړیکو ټینګولو مسولیت لري او د دارالانشاء د بیلابیلو ریاستونو په همکارۍ سره هدایات او لارښونې د ولایتي دفترونو سره تنظیموي. دغه ریاست دا دنده هم لري چې د ولایتی دفترونو له اجرااتو او پرمختګونو څخه څارنه او نظارت وکړي او د سلسله مراتبو له لاري خپل رپوټونه وړاندې کړي. دغه ریاست د ټاکنیزو عملیاتو پر مهال موقت ساحوی تشکیلات لري او د ولایتی دفترونو له فعالیتونو څخه څارنه کوي. د ټاکنو د سوق او ادارې د دغه ریاست په تشکیلاتو که راځي چې د ټاکنیزو فعالیتونو پر مهال په هماغه سیمه کې د دغه مرکز له سوق او ادارې څخه څارنه کوي. د ولایتي دفترونو آمرین د ساحوی عملیاتو دایمي غړی دي او د خپلو ولایتونو په کچه د ټاکنیزو چارو مسولیتونه هم ورتر غاړې دي.

د بشري منابعو ریاست

د بشري منابعو ریاست په مرکز او ولایتونو کې د کارکونکو د ګومارلو دنده لري، دا رنګه د پلان جوړونې، استخدام، د مقرریو له پاره وړاندیزونه، تبدیلي، عزل کول، ترفیعات، استعفاو او د کارکونکو د منفک کولو هغه هم چې په هیواد کې د نافذو قوانینو او د کمیسیون د تصویب شویو تګلارو سره په ټکر کې نه وي دنده په غاړه لري. دا رنګه دغه ریاست دنده لري چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې سره په همغږۍ خپل اطمینان تر لاسه کړي چې ټولې تګلارې د هیواد په کچه د ادارو د اصلاح سره همغږې دي که نه؟ او هڅه کوي چې دغه څه له یو بل سره توپیر ونه لري.

د خدماتو ریاست

د خدماتو ریاست د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ټولو بنسټیزو او فرعي پروژه مدیریت په غاړه لري چې مالی وجه یې د تمویل کونکو له خوا ورکول کیږي. ټولې هغه چارې چې تر سره کیږي هغه د زماني جدول سره سمې ترسره کوي، او نورو هغو څانګو ته چې د حفظ او مراقبت دنده لري او د بودجې سره یې سم ترسره کړي وي لازمې لارښونې کوي، دا رنګهد ترانسپورټي وسایطو څخه نظارت کوي او د ادارې په چارو کې د خنډونو د مخنیوی په موخه د ټولو ترانسپورټي وسایطو ترمیمول او له هغوی څخه ساتنه یې دنده ده، د ادارې په پاکوالي او په اداره کې د نظم او نظافت راوستو دنده هم ورترغاړې ده، په ټوله کې دغه ریاست د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشأ په چوکاټ کې یو له مهمو او ارزښتناکو ریاستونو څخه دی.

د اطلاعاتو او له رسنیو سره د اړیکو ریاست

دا ریاست د ټاکنو قانون د نهه اتیایمې مادې پر اساس د ټاکنو له ټولې پروسې نه د ټولیزو رسنیو له لارې خلکو ته راپور ورکوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د دویمې او پینځمې مادې پر اساس او د اړوندو حقوقي اسنادو او قوانینو په پام کې نیولو سره اطلاعات د غوښتونکو او عامو خلکو په واک کې ورکوي.

په اوس وخت کې رسنۍ یوه اغېزناکه قوه ګڼل کېږي، په دې موخه د اطلاعاتو او له رسنیو سره د اړیکو ریاست له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د اړیکو ټینګولو مسوولیت لري او د کمیسیون د پیغامونو او د فعالیتونو د اطلاع رسولو مسوولیت پر غاړه لري.

د مدني بنسټونو سره د اړیکو امریت

له مدني بنسټونو سره د اړیکو امریت په ۱۳۹۲ل کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا په چوکاټ کې د رتب او معاشاتو د سیستم په تطبیق سره رامنځته شو. وظیفوي شاخصونه یې له عدلیې وزارت سره له راجستر شوو سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې د ټاکنو له همکارو بنسټونو سره د اړیکو تامین، پراختیا او تحکیم جوړوي. دا برخه د ټاکنو د ملي ناستو او همغږۍ د غونډو د جوړولو له لارې د دغو بنسټونو نظرونه راټولوي او له مسوولینو سره یې شریکوي. همدارنګه هغوی وخت په وخت د ټاکنیزو پروسو له پرمختګونو او پراختیاوو څخه خبروي.

د جندر امریت

د جندر امریت د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د عمومي ریاست تر اثر لاندې فعالیت کوي. دا برخه د جندر او ټاکنو د پوهاوي په لوړولو کې په جندر پورې د اړوندو پالیسیو او طرزالعملونو د طرحې، د جندر د وضعیت د ښه والي په موخه د ظرفیت لوړوالي، د جندر د برابرۍ، په پلان جوړوونه کې د جندر ادغام او په ټاکنو پورې اړوندو اجرااتو، پالیسیو، قوانینو، مقرراتو او برنامو د ترسره کولو مسوولیت لري.

د جندر امریت اساسي موخې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو، نوماندانو، استازو او کتونکو په توګه د ښځو ګډون، د ټاکنو په پروسو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بشري منابعو په سیستم کې د جندر له برابرۍ او مساوي فرصتونو نه د ډاډ ترلاسه کول، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ګډون د زیاتوالي د پالیسي د څرنګوالي او د کمیسیون په کاري برنامو کې د فعال ګډون د مسلکي ودې د برخې څارنه دي.

ولایتي دفترونه

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ولایتي دفترونه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په دایمي توګه چارې پر مخ بیايي. هر ولایتی دفتر څلور تنه دایمي کارکونکي لري چې د اړتیا پر مهال له هغې ډلې نه د ټاکنو پر مهال موقتي کارکونکي هم پر دندو ګوماري. ولایتي دفترونه د مرکزي دفتر د ټاکل شویو رهنمودونو د پلان ګذارۍ، په ولایتونو کې پر ټاکنیزو فعالیتونو د تطبیق او نظارتدنده لري. د ولایتي دفترونو دایمي غړي: ولایتي ریس، د عامه پوهاوي مدیر، د معلوماتي ټکنالوژۍ مدیر، مالي او اداري مدیر او خدماتی کارکونکي دي.