١٦:٥٦ جمعه ٢١ حوت ١٣٨٨
IEC
INDEPENDENT ELECTION COMMISSION OF AFGHANISTAN
English  |  دری
اخبار
  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۸۸ کال ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاوو د ټاکنیزو سیالیو د پیل او پای په اړه مطبوعاتی اعلامیه ۱۳۸۸ کال د تلې ۳۰ نیټه نورولوله ...

د ټاکنو خپلواک کميسيون

د افغانستان د اساسي قانون د ١٥٦ مادې له مخې، د ټاکنو خپلواک کميسيون ددې مسوليت او واک لري چى د هر ډول ټاکنو اداره او څارنه وکړي ؛ او همدا شانى د قانون مطابق عامه نظر پوښتنه تر سره کړي. د ټاکنو خپلواک کميسيون د ريس او دهغه د مرستيال په ګډون نهه تنه غړي لري چى افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر د ١٣٨٣ کال د مرغومى ٣٠ نيټى د ٢١ ګڼى فرمان په اساس ټاکل شويدي.

د ټاکنو دخپلواک کميسيون دارالانشا د کميسيون اجرايوي اداره ده. د دارالانشا د ټاکنو مسلکي کارکوونکي هغه پريکړې، مقررات او تګلارې پلي کوي چى د ټاکنودخپلواک کميسيون له خوا منل کيږي.د انتقالي دورې په ترڅ کى د لنډ مهاله ګام په توګه ، د ١٣٨٣ کال دولسمشرې او د ١٣٨٥ کال د پارلماني او ولايتي شوراګانو ټاکنى ، د ټاکنود تنظيم دګډ دفترتر ادارى اوڅارنى لاندى تر سره شوى. د ټاکنو د تظيم ګډ دفتر د افغانستان د دولت او د ملګروملتونو يوه ګډه اداره وه. د ټاکنو دتنظيم ګډ دفتر د خپلو مسؤليتونو دتر سر کولو څخه وروسته، د ولسمشر‌‌‌ۍ د ١١٠ ګڼې فرمان په اساس په ١٨/١٢/٢٠٠٥ نيټه منحل شو او خپل ټول مسوليتونه يي د ټاکنو خپلواک کميسيون ته وسپارل.

د ۱۳۸۸ لمریز کال ټاکنې


د دې ویبپاڼې ټول مادی او معنوي حقوق خوندي دي - د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۸۸ کال ©